خبرونهنړۍ

د سملاسي اوربند غوښتنه؛ سویلي افریقا یو ځل بیا نړیوالې محکمې ته اعتراض کړی

نړۍ، د کب ۱۷مه، بهرنۍ رسنۍ

د سویلي افریقا چارواکو پرون چهارشنبې ویلي، چې نړیوالې محکمې څخه غواړي، تر څو د صهیونست رژیم پر وړاندې نور جدي ګامونه پورته کړي او اړ یې کړي تر څو غزه کې سملاسي اوربند اعلان کړي.

دغو چارواکو ویلي، چې اسرایلیان له مخکېنیو پرېکړو او پر وړاندې یې پورته شویو ګامونو څخه سرغړونه کوي او اړتیا ده، چې نړیواله محکمه نور جدي اقدامات وکړي.

جنوبي افریقا دغه اعلان وروسته تر هغې کړی، چې غزه کې جګړه او د اسرایلي پوځونو له لوري د ملکي فلسطینیانو عام وژنه ورځ تر بلې زور اخلي او تر دا مهاله په دغې پنځه میاشتېنۍ جګړه کې ۳۰ زره او ۷ سوه کسان شهیدان شوي او تر ۷۱ زره تنه پورې نور ټپیان شوي دي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته