خبرونهټولنه

د سرپل د امربالمعروف رئیس: د غیر دیني رسومو او دودونو په ځای اسلامي فرهنګ په ټولنه کې بنسټیز کېږي

کابل، د چنګاښ لومړۍ، باختر

د سرپل د امربالمعروف او نهي عن المنکرادارې رئیس مولوي مسعود حنفي  کوهستاناتو ولسوالۍ ته د یو کاري سفر په ترڅ کې د دغې ولسوالۍ له اوسېدونکو او مسوولینو سره وکتل.

د باختر آژانس د خبريال د خبر له مخې؛ د سرپل د امربالمعروف او نهې عن المنکر رئیس د دغه ولایت اوسېدونکو ته د اسلامي امارت د پالیسۍ  په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه، دغه اداره هڅه کوي، چې غیر شرعي دودونه او رواجونه له منځه یوسي او په ټولنه کې بشپړ اسلامي فرهنګ رامنځته کړي.

هغه زياته کړه، هر ډول شکايت اورېدل کېږي او د حل لپاره يې ژر تر ژره اقدام کېږي.

د هغه د څرګندونو له مخې، د امربالمعروف محتسبین ادارې نېکمرغۍ او خوښۍ ته د خلکو د خدمت په بلنه کې له هېڅ راز هلو ځلو ډډه نه کوي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته