خبرونهسیاستTOPټولنه

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت سرپرست د پکتیکا د يو شمېر قومي مشرانو ستونزې واورېدې

کابل، د کب ۱۰مه، باختر
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست ملا نورالله نوري د پکتیکا ولایت ارګون ولسوالۍ له قومي مشرانو سره وکتل.
يادو قومي مشرانو پکتیکا له خدمتونو محروم ولایت یاد کړی او له سرپرست وزير څخه يې د کلینیکونو، روغتونونو او تعلیمي مرکزونو د جوړولو او د یاد ولایت د ارګون او سروبي ولسوالیو ترمنځ د زامې بند رغولو په اړه د حکومت د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
په ورته وخت کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست په دغه کتنه کې د خلکو ستونزې او وړانديزونه اورېدل خپل مسووليت بللی، چې اسلامي امارت د هېواد د ښېرازۍ په لټه کې دی.
هغه د ارګون ولسوالۍ قومي مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې ستونزې به یې په لیکلې بڼه د ریاست الوزراء تر مقامه رسوي او د حل په برخه کې به یې هڅې کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته