سیاست

دمحمد اشرف غني فرمان .

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٨
دسرحدونو او قبايلو په چارو کې دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست دسلاکار وزير او دننګرهار دوالي په توګه دمحمد ګلاب منګل دټاکل کيدو په باب دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس محمد اشرف غني فرمان.
داساسي قانون د ٦٤ مادې د١٣ فقرې له حکم سره سم دسرحدونو او قبايلو په چارو کې دافغانستان داسلامي جمهوريت دسلاکار وزير په نامه له رتبې څخه بهر ديوبست زياتول او په دې بست کې دمحمد ګلاب منګل ټاکنه او دغه راز دسيمه ييزې حکومتوالۍ په کارکې د اړوندو چارو دلاښه تنظيم او سمون په مقصد دننګرهار ولايت دوالي په توګه د ده ټاکنه منظوره ده .
دلوى خداى (ج) له دربار څخه د ده دلازياتو برياليتوبونو هيله کوم.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته