خبرونهټولنهTOP

د سالنگونولویه لاره د ترافیکو پرمخ خلاصه شوه 

کابل، د کب ۹ مه، باختر

د ټولګټو چارو وزارت د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست مسوولین وايي، چې د سالنګو لویه لاره د واورې د اورښت او توپان له امله د یکشنبې په ورځ تړل شوې وه، نن د ترافیکو پرمخ خلاصه شوه.

د ټولګټو چارو وزارت د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست ټیمونه هڅه کوي چې یاده لویه لاره په بشپړه توګه پاکه کړي.

مسوولین له هېوادوالو او موټرچلوونکو څخه غوښتنه کوي، چې په ژمنيو وسايلو سمبال دې لويې لارې ته د تګ پر مهال له پوره احتياط څخه کار واخلي او د سالنګونو د مسوولينو لارښوونې ته دې پاملرنه وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته