امنیت

يوولس تنه وسله وال طالبان په قندهارکې ووژل شول

کابل باختر دمرغومي ۱ نېته
يوولس تنه وسله وال طالبان په قندهار ولايت کې د نويو هوايي بريدونو په بهيرکې ووژل شول .
په دغو طالبانو تېره شپه د قندهار ولايت د ميوند، شاه ولي کوټ او د خاکريز په ولسواليوکې د دوى په پټنځيو بريدونه وشول. 
د هېواد په جنوب کي د اتل قول اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په دغو هوايي بريدونوکې ١١ تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده وويل چې دغه طالبان د يو لړ ډار اچوونکو په سازمان ورکولو فعاليتونو بوخت وو چې بريدونه پرې وشول.
ويل کيږي چې په دغو بريدونوکې د طالبانو درې پټنځي دړې وړي شوي دي.
ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته