خبرونهاقتصادTOPټولنه

د سالنګونو لویه لار د مسافر وړونکو وسايطو پر مخ پرانیستل شوه

کابل، د کب ۱۴مه، باختر

د ټولګټو وزارت، د مسافر وړونکو وسايطو پر مخ د سالنګونو لویې لارې د بېرته پرانیستل کېدو خبر ورکړی دی.

د دغه وزارت رسنيز دفتر باختر آژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویلي چې د سالنګونو لویه لار څلور ورځې مخکې د تېزې واورې د اورښت، دوامداره توپان او د ليدو ساحې د کموالي له امله، د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه، چې د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست له پرسونل او ماشينرۍ څخه په ګټې اخيستنې او د مسئولینو په دوامداره هڅو، دغه لویه لاره له واورې څخه پاک کاري او نن د کوچنیو او لویو مسافر وړونکو وسايطو  پر مخ بېرته پرانيستل شوه.

د ټولګتو وزارت له موټر چلوونکو څخه غوښتي چې له زیان مننونکو سیمو څخه د تېرېدو پر مهال دې ژمني توکي او د وسایطو لپاره د ځنځیر (چَین) له ځان سره ولري او ترافیکي قوانین مراعت کړي چې د بوږنوونکو پېښو مخه ونیول وشي.

هېره دې نه وي چې په سالنګونو کې نن هوا نيمه ورېځ ده او د توپان او اورښت اټکل هم شوی دی؛ د واورې او توپان په پيل سره به د یادې لارې د بیا تړل کېدو امکان شته.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته