خبرونهTOPټولنهروغتیا

د زابل په مرکز کې د ۳۰۰ زره ډالرو په لګښت یو روغتون جوړېږي

کابل، د وري ۱۰مه، باختر
د زابل د ځايي مسوولینو له لوري د کلات ښار باباګک سیمه کې د یوه مجهز روغتون د بنسټ ډبره کښېښودل شوه چې د سیمې سلګونه کورنیو ته به غوره روغتیايي آسانتیاوي رامنځته کړي.
د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولینو په وینا، دا روغتون د یو.ان.سي.یچ.آر له لوري د ۳۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړیږي چې د باباګک سیمې اوسېدونکو ته به یې له لارې ښه روغتیايي خدمات وړاندې شي.
یو شمېر سیمه ییز خلک وايي د روغتیايي خدماتو له پلوه له ګڼو ستونزو سره مخ وو خو د دې روغتون په جوېدو سره به یې ټولې ستونزې حل او د دې ترڅنګ به د نورو نږدې سیمو اوسېدونکي هم هوسا شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته