امنیت

د واورې ښويدنې له امله څلور تنه ووژل شول

کابل – باختر د وري دمياشتې ٤
د بدخشان ولايت د کوفاب ولسوالۍ په مربوطاتوکې تېره شپه د واورې ښويدنې له امله څلور تنه ووژل شول.
د بدخشان ولايت دامنيې قوماندانۍ د امنيت آمر سمونمل سخيداد حيدري د باختر آژانس خبريال ته وويل: د کوفاب ولسوالۍ څوارلس تنه اوسيدونکي کله چې له راغستان ولسوالۍ څخه د کوفاب ولسوالۍ ته روان وو؛ څلور تنه يې د کوفاب ولسوالۍ د چشمه شير سالدره په سيمه کې تر واورو لاندې بندپاتې شول.
حيدري وايي: د دريو تنو مړي له واوروڅخه ايستل شوي او د يوبل مړى د ايستلو لپاره هلې ځلې دوام لري.
په همدې حال کې د بدخشان ولايت له پيښو سره د مبارزې رييس سيدعبدالله همايون وايي: د کوفاب ولسوالۍ د واورې ښويدنې د پيښې له زيانمنو شويو کسانو سره د نورو خيريه موسسو په همغږۍ مرستې پيل شوې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته