کابل، د لېندۍ ۸مه، باختر
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي زابل ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست پرانیسته وکړه.
عزیزي ویلي چې زابل یو له مهمو ټرانیټي ولایتونو څخه دی، نو ځکه د اسلامي امارت مشرتابه اړینه وګڼله چې په یاد ولایت کې د صعنت او سوداګرۍ ریاست پرانیسته وکړي.
ورته وخت کې د یاد وزارت مرستیال مولوي قدرت الله جمال وویل چې د دغه ریاست په رامنځته کېدو سره به له یو لوري سوداګرۍ برخه کې اسانتیاوې رامنځته شي او له بله پلوه زابل کې کار او بار وده وکړي.