کابل / د کب ۴ مه / باختر
د افغانستان اسلامي امارت د رییس الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې په افغانستان کې د قطر له سفیر سعید بن مبارک الخیارین الهاجر سره په ارګ کې وکتل.
په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو د هر اړخیزو اړیکو پر پراختیا، سوداګریز تعامل زیاتوالي او په بېلابېلو برخو کې د پانګونې د ښو زمینو برابرېدو پر موضوعاتو خبرې وشوې.
ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي د زده کړو، په نشه یي توکو د روږدو د درملنې، یتیمانو او معلولینو ته د رسیدګۍ په برخو کې له قطره د زیاتو بشري مرستو غوښتنه وکړه.
ن/ر