خبرونهاقتصادTOPټولنه

نورستان؛ برګمټال کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش یوه څانګه پرانیستل شوه

کابل، د لېندۍ ۱۵مه، باختر

نورستان ولایت د احصايې او معلوماتو ادارې مسوولین وايي چې د دغه ولایت په برګمټال ولسوالۍ کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش څانګه پرانیستل شوه.

د یادې څانګې د پرانیستلو پرمهال د برګمټال ولسوال مولوي رفیع الله په یاده ولسوالۍ کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش څانګې په پرانېستل کېدو خوښي څرکنده کړه او د ياد ولايت د احصايې اومعلوماتو له رییس او اړوندو مسؤلينو څخه يې د مننې ترڅنګ په یاده ولسوالۍ کې د لا ډېرو اسانتیاوو غوښتنه وکړه..

ورته مهال د نورستان ولایت د احصایې او معلوماتو رییس مولوي قدرت الله شمشېر وویل دغه د وېش څانګه یې د خلکو د دوامداره غوښتنو په ترڅ کې د برګمټال ولسونو ته د اسانتیاوو په موخه رامنځته کړې ده.

د برګمټال ولسوالۍ ځینې اوسېدونکي د دې وېش څانګې په پرانېستل کېدو خوښ دي او وايي چې پخوا اړ وو ترڅو د برېښنايي پېژندپاڼو د اخیستو لپاره مرکز پارون ته سفر وکړي.

په همدې حال کې د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي چې ژمنه ده د هېواد په کچه ټولو هېوادوالو ته پر وخت او متوازن خدمتونه وړاندې کړي، په همدې اساس یې د هېواد په کچه د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ لرې پرتو سیمو او ولسوالیو ته غځولې ده څو د یادو سیمو اوسېدونکي په اسانۍ سره کولای شي خپلې برېښنايي پېژندپاڼې ترلاسه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته