سیاستخبرونهTOP

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال له درملنې وروسته دندې ته راستون شو

کابل، د لېندۍ ۲۳مه، باختر

د اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن د روغتیا له ډاډمنېدو سره سم خپه دنده پیل کړه او له ګڼو چارواکو سره یې وکتل.

‏ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې مولوي عبدالکبیر د ناروغۍ له کبله لومړی په کور کې استراحت او بیا په روغتون کې بستر و چې د روغتیايي حالت له ښه کېدو وروسته  یې د کابینې د یو شمېر غړو او د اسلامي امارت د چارواکو په حضور کې خپل دفتر ته تشریف راووړ او چارې یې پیل کړې.

نوموړي وویل، تر درملنې وروسته یې روغتیا ډاډمنه شوې او روغتیاپالانو ورته د کار مشوره ورکړې ده.

سیاسي مرستیال زیاته کړه چې د نوموړي د نه حضور په جریان کې د هرات زلزلې زرګونه کسان وځپل او له پاکستان څخه د کډوالو د استخراج لړۍ هم پیل شوه چې پرې خواشینی شوی دی.

‏هغه وویل، زیانمنو هېوادوالو ته د رسېدنې په موخه له مسؤولینو سره په اړیکه کې و او د شکرځای دی چې د امکاناتو تر بریده ورته آسانتیاوې چمتو شوې دي.

مولوي عبدالکبیر له ټولو هېوادوالو او افغان سوداګرو څخه مننه وکړه، چې د هرات له زلزله ځپلو او راستنېدونکو سره یې مرستې کړې او اسلامي امارت به ټولو اړو خلکو ته اړین خدمات برابر کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته