امنیت

دولسي جرګې يوغړى له ناوړه قصد څخه روغ رمټ پاتې شو خو اته تنه ملکي وګړي ټپيان شول .

کابل باختر د چنګاښ  شپږ ويشتمه :
اته تنه ملکي وګړي په کاپيسا ولايت کې  دولسي جرګې په غړي اقبال صافي  دناوړه قصد په چاودنه کې ټپيان شول .
  دکاپيسا دوالي وياندقيس قادري دباختراژانس خبريال ته وويل چې پرون مازيګر  په چاوديدونکو توکوباريو موټرسايکل  دکاپيسا ولايت دکوهستان ددويمې برخې دولسوالۍ په مرکز پورې اړوند جمال اغه ساحه کې دولسي جرګې  دغړي محمد اقبال صافي کورته څيرمه درول  شوى و چې دچاودنې له امله يې اته  تنه ملکي وګړي ټپيان شول .
قادري زياته کړه: محمد اقبال صافي له خپلو دوستانو سره په خپل کور کې خبرې کولې چې مخکې له مخکې په موټر سايکل کې ځاى پرځاى شوي  چاوديدونکي توکي وچاوديدل چې ټول اته تنه ملکي وګړي يې ټپيان کړل .
يوه اړونده خبرځاى وويل چې دپيښې ټپيان روغتون ته ليږدول شوي او دڅلورو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى چې ددرملنې لپاره دپنجشير ولايت  دايمر جنسي روغتون ته ليږدول شوي دي .
دکاپيسا امنيتي مسوولين وايي چې تراوسه پورې   ددغې پيښې  په اړوند څوک نه دي نيول شوي خو په دې اړوند جدي پلټنې دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته