سیاستخبرونهTOPټولنه

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د نورستان د یوشمېر قومي مشرانو ستونزې واورېدې

کابل، د وري ۲۸مه، باختر
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن په سپیدار ماڼۍ کې د نورستان ولایت له یو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره وکتل.
یادو قومي مشرانو په دې کتنه کې له اسلامي امارت سره د خپل ملاتړ او همکارۍ ډاډ ورکړ او د نورستان د خلکو ستونزې او وړاندیزونه یې د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال سره شریک کړل.
هغوی همدارنګه په نورستان کې د لا ډېرو پراختیايي او بنسټيزو پروژو د عملي کېدو غوښتنه وکړه.
يادو قومي مشرانو ځوانانو ته د کارموندنې، روغتیايي او ښوونیز بهیر غوښتنه هم وکړه.
په ورته وخت کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال په دغه کتنه کې وویل، چې نورستان په تېر شل کلن جهاد کې له ځانګړي اهمیت څخه برخمن و او ولسونو یې ډېرې سختۍ زغملي دي.
نوموړي زياته کړه، چې د اسلامي امارت د مسوولینو دروازې د ټولو ولسونو پر مخ خلاصې دي او کوښښ کوي چې ستونزې یې حل کړي.
د رياست الوزراء سیاسي مرستیال همدارنګه ډاډ ورکړ، چې د نورستان د اوسېدونکو د ستونزو د حل لپاره به اړونده ادارو ته لازمې سپارښتنې وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته