سیاست

د مشرانوجرګې رييس د اطلاعاتو اوفرهنګ د وزير او د شکايتونو د اوريدو دکميسيون ترمنځ د خبرو وړ موضوعګانو په حل کولو باندې ټينګاروکړ

کابل  باخترد  ثور  دمياشتې  ٢٨ :
دمشرانو جرګې رييس فضل الهادي مسلميار نن د ديني،فرهنګي،پوهنې  اودلوړو زده کړو دچارو د کميسيون په غونډه کې داطلاعاتو اوفرهنگ دوزير اودشکايتونو د اوريدو دکميسيون دخبرو وړ موضوعګانو په حل کولو باندې ټينګار وکړ.
دمشرانو جرګې  مطبوعاتي باخترآژانس ته خبرورکړ:
په دې غونډه کې چې دشکايتونو د اوريدو کميسيون دمرستيال ميرحمدالله منيب  په مشرۍ جوړه شوه، د اطلاعاتو اوفرهنګ وزير ډاکترسيدمخدوم رهين د شکايتونو د اوريدو دکميسيون په دووغونډوکې دخپل نه ګډون رسمي مصروفيتونه او موجه معذرتونه وبلل او ويې ويل: د نهه پنځوسو قلمو تاريخي  آثارو دبيدرکه کيدو موضوع  چې رسانه يي شوې ده، بيدرکه نه دي بلکې په ملي موزيم کې موجود دي.
وروسته دمشرانوجرګې رييس داشخاصو حريم اوعزت ته درناوى، اسلامي  وجيبې او د وزير يا وکيل عزت دافغانستان دخلکو عزت وباله او ويې ويل چې دافغانستان مجاهدوخلکو د څوارلسو کلونو جهاد په بهيرکې اعلاى کلمه الله په خاطر ليکې جوړې کړي اوپه دې بريالي شول چې دملي غرور دترلاسه کولو په خاطر د وخت زبر ځواک له ماتې سره مخامخ کړي او ټينګار يې  وکړ چې بايد دواړه لوري ددې هيواد په عزت او وقار ووياړي او دنظر وړ مسئلې په خبرو اوتفاهم سره حل کړي .
کميسيون داطلاعاتو اوفرهنګ دوزير دخبرو او دمشرانو جرګې درييس دلارښوونې   په پام کې نيولوسره پريکړه وکړه چې د ناوړو تفاهماتو دلرې کولو په خاطر دې دغبرګولي دمياشتې په اتمه نيټه داطلاعاتو اوفرهنګ د وزير او د شکايتونو د اوريدو دکميسيون په ګډون يوه ګډه غونډه جوړه شي او د ژورناليستانو د اتحاديو هغه مسوولين چې دتاريخي آثارو  د بيدرکه کيدو په باب سندونه يې د شکايتونو د اوريدوکميسيون ته وړاندې کړي دي؛ حاضرکړي او توضيحات ورکړي چې له مطالعې او څيړنې وروسته لازم تصميمونه ونيول شي .
دغه راز د سنامجلس رييس فضل الهادي مسلميار نن دخپل کار په دفترکې دافغانستان  د سولې د عالي شورا له مرستيال عبدالحکيم مجاهد او د دغې شورا د دارالانشا له رييس معصوم ستانکزي سره وکتل.
په دې کتنه کې دغو چارواکو دخپلو کړنو په باب دمعلوماتو  د وړاندې کولو په ترڅ کې وويل چې ددغې شورا د غړو په ولايتونوکې له سپين ږيرو، قومي مشرانو اوملا امامانوسره دخپلو کتنو په بهيرکې دسولې له بهيرسره دهغوى همکارۍ جلب کړې ده چې وسله والو مخالفين  د سولې او د امنيت دتامينولو له بهيرسره يوځاى کړي او دغه شورا له اړوندو ارګانونو سره په تفاهم کې هلې ځلې کوي هغه کسان چې د سولې له بهيرسره يوځاى کيږي دکار موندلو او دفني او مسلکي زده کړو زمينې ورته برابري شي چې له دې لارې خپل  ورځني ژوند پرمخ بوځي .
دمشرانوجرګې رييس دهيواد په اوسنيو شرايطوکې د سولې دعالي شورا د غړو دندې اومسووليتونه ډير حساس وبلل او ويې ويل: ددې وخت رارسيدلى دى چې  د افغانستان ټول مسلمان خلک يو بل ته لاسونه ورکړي او دامنيت په  تامينولو او دافغانستان په بيا جوړولوکې شريک شي. ځکه  جګړه او نارامى به  د هيچا په ګټه نه وي .
دغه راز دمشرانو جرګې رييس د مدني ټولنې له يوشمير مرکزونو، د ډاکترانو او د روغتيايي کارکوونکو له اتحاديې سره په غونډه کې د هغوى طرحې او نظريې واوريدې. هغوى وويل: ( مديکل کانسول) چې د ډاکترانو دصنفي اتحاديې يوه برخه ده؛ اوس دافغانستان حکومت يوه داسې طرحه ترلاس لاندې لري چې هغه دعامې روغتيا په وزارت او يا د لوړو زده کړو په وزارت پورې  مربوطه کړي چې دټولنيزوسازمانونو او دصنفي اتحاديوپه تشکيل کې دحکومت دلاسوهنې دبندولو غوښتنه کوي.
دغه راز ددغو مرکزونو ځينو غړو دانتخاباتو دقانون او دکوچيانو دانتخاباتي حوزو دجوړولو په باره کې خبرې وکړې اوپه دې برخه کې يې دسنا مجلس دهمکاري غوښتنه وکړه او هم يوشميرکسانو دکونړ او نورستان د ولايتونو  د روغتيايي ستونزو يادونه وکړه او ويې ويل: که چيرې دعامې روغتيا وزارت په دغو ولايتونوکې دمتخصصينو په روزنې اوپه نورو روغتيايي مواردو اقدام ونه کړي؛ ددغو سيمو اوسيدونکي به له سختو ستونز سره مخامخ شي .
دوى دغه راز په خپلو خبرو کې په کونړ پوهنتون کې دحقوقو اوطب دپوهنځيو دجوړولو او د دريمې درجې څخه دويمې درجې ته ددغه ولايت د لوړولو غوِښتنه وکړه .
فضل الهادي مسلميار دهغوى دنظر اوستونزو په اوريدو سره تيارى څرگند کړ چې دسنامجلس به په دې اساسي قانون او په نورو نافذو قوانينو کې له خپلو ليکل شويو صلاحيتونوسره سم دغه موضوعګانې وڅيړي.
دغه راز دسنامجلس دويم نايب حاجي رفيع الله ګل افغان داطلاعاتو اوفرهنګ له وزير ډاکترسيدمخدوم رهين سره وکتل .
په دې کتنه کي ډاکتر رهين په مشرانو جرګه پورې داړوندو خبرونو دخپرولو په باب وويل: دافغانستان ملي راډيوټلويزيون په هيوادکې ديوې  ملي رسنۍ په توګه هلې ځلې کړې دي  چې دملي شورا د دواړو مجلسونوکړه وړه په خپلو خبري سرويسونو کې خپاره کړي.
دغه راز ده دغزني ولايت دپروژو دکارپرمختګ يادونه وکړه او ويې ويل: په دغه ولايت کې د زياترو تاريخي آبداتو  کار بشپړ شوى دى او د زياتوامکاناتو دبرابرولو په صورت کې به  نورې پروژې هم  داسلامي ثقافت دمرکز داصلي مراسمو تر پرځاى کيدو پورې چې د روان کال دتلې په مياشت کې ترسره کيږي؛ بشپړشي .
دسنامجلس دويم نايب دعامه ذهنونو په روښانولو کې د رسنيو او داطلاعاتو اوفرهنګ د وزارت رول مهم  او ارزښتناک وباله اوټينګاريې وکړ، هغه څه چې د صوتي ، چاپي او سمعي رسنيو له خوا خپريږي؛ زموږ دټولنې له عيني  واقعيتونو اوحقايقو سره سمون لري .
دغه راز ده دغزني دبيا جوړولو په بهيرکې دهمکاري دڅرګندولو په ترڅ کې  د آيسيسکو  ادارې له خوا د اسلامي نړۍ د تمدن دپايتخت په توزګه دغزني ښار اعلام  دهيواد يو ډير ستر وياړوباله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته