سیاستخبرونهTOP

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د انسان تښتوونکو له منګلو د ژغورل شوي ماشوم له کورنۍ سره وکتل

کابل، د کب ۱۵مه، باختر
د ریاست الوزرا‌ء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن په کابل ښار کې د انسان تښتوونکو له منګولو د ژغورل شوي ماشوم عبدالفهیم له کورنۍ او خپلوانو سره د هغوی په استوګنځي کې وکتل.
په دې کتنه کې چې د کورنیو چارو وزارت او د کابل امنیه قومندانۍ څو تنو منسوبینو هم حضور درلود، مولوي عبدالکبیر د انسان تښتوونکو له منګولو د عبدالفهیم د ژغورنې په برخه کې د امنیتي ادارو او مجاهدینو هڅې وستایلې او هغه یې له ویاړه ډکې وبللې.
نوموړي د عبدالفهیم د کورنۍ غړو ته د امنیت ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې ټولې امنیتي ادارې د خلکو د سر او مال خوندي کولو لپاره شپه او ورځ هڅې کوي.
مولوي عبدالکبیر پوځي مسوولینو ته په خطاب کې وویل، چې د انسان تښتوونکو او هغو ډلو پر وړاندې جدي اقدامات وکړي چې د ولس ارامتیا او د ټولنې نظم او امنیت خرابوي.
د ژغورل شوي ماشوم کورنۍ د اسلامي امارت له هڅو مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې د اسلامي نظام په راتګ سره د ولس هیلې ژوندۍ شوې، د افغانانو غږ اورېدل کېږي او حق ترلاسه کولای شي.
دوی وویل چې د اسلامي امارت د مجاهدینو د رښتینو هڅو په پایله کې د انسان تښتوونکو له منګولو د هغوی ماشوم راخلاص او له خپلې کورنۍ سره یو ځای شوی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته