امنیت

په بلخ کې د ماين په چاودنه کې يولس ملکي وګړي ووژل شول

کابل باختر د زمري ٢٧مه
په بلخ کې نن د وسله والو طالبانو د ښخ کړى شوي ماين په چاودنه کې د ماشومانو په ګډون يولس ملکي کسان ووژل شول.
د دولت اباد ولسوال محمد يوسف باختراژانس ته وويل، چې د دغې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ملکي وګړو پر موټر د سرک د غاړې ماين چاودنه کړې.
سرچينه زياتوي چې په چاودنه کې يوولس ملکي وګړي وژل شوي چې د وژل شويو په ډله کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
  ختم_ شکريه _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته