سیاستخبرونهTOP

د ریاست الوزراء اداري مرستیال: اسلامي امارت ټولو سوداګرو، پانګه والو او اصنافو ته د لازمو اسانتياوو رامنځته کولو ته ژمن دی

کابل، د وري ۶مه، باختر

د رياست الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي پرون ناوخته د هېواد د صرافانو اتحاديې له  رئيس او غړو سره وکتل.

د یادې اتحادیې مسوولینو په دغه کتنه کې د صرافانو او پانګه والو د ځاني او مالي امنيت په تأمين خوښوي وښوده او د هيواد د اقتصادي وضعيت په اړه يې د ریاست الوزراء اداري مرستیال ته مالومات ورکړل.

هغوی زياته کړه، چې د هېواد صرافانو د يو صنف په توګه د سوداګرۍ، پانګونې او پيسو لېږد په برخو کې اغېزناک رول لوبولی دی او هېوادوالو ته يې اسانتياوې رامنځته کړې دي.

د صرافانو اتحاديې غړو د اسلامي امارت له لوري په مختلفو په ځانګړي ډول سوداګرۍ او پانګونې برخو کې د لازمو اسانتياوو په برابرولو خوښي وښوده او همداراز صرافانو ته د مالیاتو د تادياتو په برخه کې د اسانتياوو رامنځته کولو ته يې د ځانګړې پاملرنې غوښتنه وکړه.

په ورته وخت کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال په دغه کتنه کې وویل چې اسلامي امارت ټولو سوداګرو، پانګه والو او اصنافو ته د لازمو اسانتياوو رامنځته کولو ته ژمن دی او په دې برخه کې به له هېڅ ډول هڅو درېغ ونه کړي.

نوموړي زياته کړه، چې اسلامي امارت پخپلو ټولو امکاناتو پانګه والو او اصنافو ته په مختلفو برخو کې د اسانتياوو رامنځته کولو هڅه کوي او له هغوی يې وغوښتل ترڅو د هېواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره په مختلفو برخو کې پانګونه وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته