کابل/ باختر/ دوري دمياشتې ٢٢ مه
د کرنې او اوبو لګولو وزارت استول شوي هيئت پرون د قوش تيپې د ستر کانال له ارزښتونو څخه خلکو ته د پوهاوي او مقدماتي سروې په مقصد د جوزجان ولايت له مسوولينو سره وکتل.
د دغې پروژې مسوول محمد افضل مسعود باختر آژانس ته وويل چې د قوش تيپې کانال په هېواد او سيمه کې د اوبو لګولو له سترو پروژو څخه دى چې د پنځلسو ميلياردو ډالرو په لګښت د ۲۰۸ کيلومترو په اوږدوالي، ۱۰۰ مترو په سور او د ۵ مترو په ژورتيا سره به د کندز له ولايت څخه د فارياب ولايت تر اندخوی ولسوالۍ پورې جوړ شي.
مسعود زياته کړه چې د دغه کانال کار به د دغو ولايتونو د اړتياوو د لرې کولو په خاطر تر راتلوونکو لسو کلونو پورې بشپړ شي .
ده زياته کړه چې دغه پروژه د کرنې او اوبو لګولو وزارت ملکيت دى او د
« يو.اس.اې.آی.ډي» له خوا تمويليږي چې په بشپړيدو سره يې د کندز، فارياب، بلخ او د جوزجان په ولايتونو کې ۷۰۰ هکتاره ځمکه خړوبه شي .
د جوزجان والي لطف الله عزيزي په دې کتنه کې د ملي وحدت حکومت ددغه اقدام له امله قدرداني وکړه او ويې ويل چې دغه کرنيزه اوبه د دغه ولايت د بزګرانو له مهمو ستونزو څخه شمېرل کېږي چې د دغې پروژې په بشپړيدو سره به د دغه ولايت دښتې او بيدياوې کرنې ته چمتو شي او دا د خلکو پخوانۍ هيله ده چې د ملي وحدت حکومت له خوا تحقق مومي.
پاى ج ذ
2 1 دقیقه لوستل