کابل، د وري ۲۸مه، باختر
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند روزګان ته د خپل سفر پر مهال، د دغه ولایت له مسئولینو، مجاهدینو او اوسېدونکو سره کتلي او هغوى ته يې د وروستیو سېلابونو له امله د رسېدلو زیانونو له امله د لازمې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
باختر آژانس ته د ریاستالوزرا د اقتصادي معاونیت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ ملا عبدالغني برادر آخوند، د یوې غونډې په ترڅ کې د یاد ولایت مسئولینو ته د کارونو د ښه ترسراوي په اړه لازمې سپارښتنې کړې او له هغوی یې وغوښتل چې په بشپړ صداقت او رښتينولۍ سره د خپلو زیانمنو شویو هېوادوالو خدمت وکړي.
هغه ويلي دي: “دا هغه خلک دي چې د اسلامي نظام د راتګ لپاره یې هر ډول قربانۍ ورکړې دي او ډېر تکلیفونه یې ګاللي دي؛ اوس یې حق دی چې اسلامي امارت د آرام ژوند زمینه ورته برابره کړي.”
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال زیاته کړې ده: “که د هېواد په هر ګوټ کې هېوادوال په مشکل کې وي؛ د اسلامي امارت مسئولین مکلف دي چې د دوی حال واخلي او ستونزو ته یې پر وخت رسېدنه وکړي.”
همدا رنګه د روزګان اوسېدونکو په خپلو خبرو کې، د اسلامي امارت د ملکي او نظامي مسئولینو له چلند څخه خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د اسلامي امارت مسئولینو یې تل د ستونزو پرمهال لاسنیوی کړی دی.
هغوی زیاته کړې چې اوسمهال پر ټول افغانستان بشپړ اسلامي نظام واکمن شوی او نور د کرکې، قومي تعصب او نفاق لمن له دغه هېواده راټوله شوې ده.