امنیت

دوسله والو طالبانو دډلې له شپاړلسو تنو غړو سره ددغې ډلې ددوو جګپوړو قوماندانانو وژل کيدل .

کابل باختر د زمري  شپږ ويشتمه ::
دوسله والو طالبانو  دډلې  دوه تنه جګپوړي قوماندانان  ددغې ډلې  له شپاړلسو تنو غړو سره  په ننګرهار ولايت کې  له پوځيانوسره   په نښتوکې ووژل شول .
دوسله والو طالبانو د ډلې له خوا  دننګرهار ولايت  دحصارک ولسوالۍ لپاره  نومول شوى ولسوال  په سپين بابا مشهور  په ملا ګلاب  پرون ناوخته  د حصارک ولسوالۍ  بازار ته څيرمه دپوځيانو له خوا بريد وشو .
   دننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند  حضرت حسين مشرقي وال دباختراژانس خبريال ته وويل د پوځيانو په دې بريد کې  دوسله والو طالبانو دډلې  دوه تنه قوماندانان او ددغې تروريستي ډلې  شپاړلس تنه نور غړي و وژل شول .
  ده تاييد کړه چې  په سپين بابا مشهور  ملا ګلاب  او دوسله والو طالبانو دډلې له خوا دحصارک ولسوالۍ  لپاره  نومول شوى ولسوال ددغې پيښې په وژل شويو کسانو کې شامل دى . 
مشرقي وال وايي  چې ددغو تروريستانو  سيمه يې  دکشفي اطلاعاتو له مخې  ترلاسه کړه او ډير ژر يې  پرې بريد وکړ .
  په دې پيښه کې  پوځيانو ته  دسر  داوښتو زيانونو په باره کې  څه نه دى ويل شوى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته