سیاستخبرونهاقتصادTOP

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال، د ایران له لارې اروپايي هېوادونو ته د افغاني توکو د ترانزیټ په برخه کې د ډېرو آسانتیاوو برابرولو غوښتنه وکړه

کابل، د غوايي ۶مه، باختر

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند، د ایران اسلامي جمهوریت د ولسمشر له ځانګړي استازي او په کابل کې د ایران له سفیر حسن کاظمي قُمي سره وکتل.

 د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي؛ په دې کتنه کې چې د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطاءالله عمري، د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه او په تهران کې د افغانستان سفیر مولوي فضل محمد حقاني هم حضور درلود؛ د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو پر پياوړتیا او په بېلابېلو برخو کې پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې وشوې.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال، د افغانستان او ایران اړیکې ښې او مثبتې بللې او ټینګار یې کړی چې دواړه هېوادونه باید د اړیکو د لا پياوړتیا لپاره په ګډه کار وکړي. 

ملا برادر آخوند ویلي دي: سږ کال د الله تعالی په فضل سره پرېمانه اورښتونه وشول چې په پایله کې یې له څو کلنې وچکالۍ وروسته نیمروز ولایت او د هغه هېواد سیستان ته د هلمند سیند اوبه ورسېدې چې دا به د دواړو هېوادونو د ولسونو ډېری ستونزې حل کړي. 

هغه دغه راز، د ایران له لارې اروپايي هېوادونو ته د افغاني توکو د ترانزیټ په برخه کې د لا نورو آسانتیاوو رامنځته کولو غوښتنه کړې او دا یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترانزیټ او سوداګرۍ کچې زیاتېدو لپاره اساسي ګام یاد کړی دی. 

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ویلي دي: ایران ته زموږ د سفر په تعقیب، اوسمهال د دواړو لورو تخنیکي کمېټې په ګډه کار کوي چې په بېلابېلو برخو کې ښې لاسته راوړنې ولري.

هغه په ایران کې د مېشت افغان کډوالو د ستونزو یادونه هم کړې او له ایراني لوري یې غوښتي چې له یاد هېواد څخه په جبري ډول افغان کډوال را ونه باسي او په دې برخه کې د دواړو لورو ترمنځ ښه همغږي رامنځته کړي. 

په کابل کې د ایران سفیر هم، سیستان ته د هلمند سیند د اوبو رسېدو په اړه خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې هېواد یې چمتو دی له افغانستان سره د سوداګرو د بانکي ستونزو له منځه وړلو، د چاپېریال ساتنې پر وړاندې د ګډې مبارزې، د کرنې سکټور عصري کولو او همدارنګه د ایران له لارې د افغانستان د سوداګرۍ او ترانزیټ کچې زیاتولو په برخو کې همکاري وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته