کابل/ د مرغومې ۲مه /باختر
د رياست الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير د سمنګانو ولايت له مسولينو سره وکتل.
د باخترآژانس د خبرله مخې؛ د اسلامي امارت د وياند مرستيال انعام الله سمنګاني په خپل ټيوتر کې ليکلي دي چې د رياست الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير د سمنګانو ولايت د روي دواب له ولسوال مولوي عبدالمنان اسلمي او يوشمېر نورو مسوولينو او مخورو سره په کتنه کې ژمنه کړې ده چې د دغه ولايت د خلکو ستونزې د اړوندو بنسټونو له لارې څېړل کيږي.
په دې کتنه کې چې په سپېدارماڼۍ کې ترسره شوه د سمنګانو ولايت سيمه ييزو مسوولينو د خپلوغوښتنو او وړاندیزونو د طرحه کولو په ترڅ کې په دغه ولايت کې د امنيت د تامينولو ډاډ ورکړ.
هغوى دغه راز د دره صوف او د روي دواب ولسواليو د سړکونو د بيارغاونې غوښتنه وکړه او د دغه ولايت يو شمېر نورې ستونزې يې د رياست الوزرا له مرستيال سره شريکې کړې.
د رياست الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير په دې کتنه کې د سمنګانو ولايت مسوولينوو او مخوروته ډاډ ورکړی دى چې د اړوندو بنسټونو په همغږۍ د دغه ولايت د خلکوغوښتنې او ستونزې څېړل کيږي. ج-ا