امنیت

په سمنګانو کې دتيلو د ٢٤ ټانکرونو ويجاړول قصدي عمل و .

کابل باختر د  چنګاښ ٣٠

 دافغان او ايساف امنيتي خبرځايونو په سمنګانو ولايت کې د تيلو د څو ټانکرونو سوځول يو عمدي عمل بللي دي

 دباختر اژانس دخبر له مخې درې ورځې مخکې  دتيلو څو ټانکرونه چې دايساف  ځواکونو ته يي اکمالات کولي دخرم سارباغ  په ولسوالۍ کې وسوځول شول .

 ايساف وايي په دې اور لګيدنه  کې دتيلو  ٢٤ ټانکرونه ويجاړ شوي دي او تيل يي له منځه تللي دي .

 افغان امنيتي خبرځايونه وايي  چې دغه پيښه يي تر څيړنې لاندې نيولي ده .

 ويل کيږي ښايي دتيلو زياته برخه تشه شوي وې او وروسته ټانکرونو ته اور اچول شوي وي .

 ايساف هم دټانکرونو ويجاړول يو قصدي عمل بللي او ويلي يي دي چې افغان پوليس دغه پيښه څيړي .

 دتيلو دټانکرونو او نورو وسايطو سوځول چې ايساف ته اکمالات کوي  نوي خبره نه ده ددغو وسايطو پاکستاني چلوونکو پخوا هم دنړيوالو ځواکونو داکمالاتي وسايطو تيل غلا کړي او وروسته موټر ته يي اور اچولي او ويلي يي دي چې داکار دياغي طالبانو دي او له بهرنيو ځواکونو څخه يي دتاوان غوښتنه کړي ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته