خبرونهفرهنګTOP

په هېواد کې د دوو رسنیو فعالیت وځنډول شو

کابل، د وري ۲۸مه، باختر
د رسنیزو شکایتونو او سرغړونو کمېسیون په نننۍ ناسته کې چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د سرپرست ملا خیرالله خیرخواه په مشرۍ ترسره شوه؛ په هېواد کې د دوو رسنیو فعالیت وځنډول شو.
د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ د رسنیزو شکایتونو او سرغړونو کمېسیون غړي او د طلوع نیوز مشر ذبیح الله سادات، رسنیو ته وویل چې نن د رسنیزو شکایتونو او سرغړونو کمېسیون غونډه ترسره شوه او په دې غونډه کې د کمېسیون غړو پرېکړه وکړه، هغه دوه رسنۍ چې په تېرو کې یې څو ځلي اصول تر پښو لاندې کړي وو او بار بار دوی ته توصیې شوې وې او ورته ویل شوي وو چې اسلامي ارزښتونو، ملي ګټو او ژورنالیستکي اصولو ته پابند و اوسي؛ خو متاسفانه چې هغوی د کمېسیون توصیو او اخطارونو ته پاملرنه ونکړه.
هغه زیاته کړه چې د یاد کمېسیون غړیو پرېکړه وکړه چې د یادو ټلویزیونونو فعالیت تر هغه پورې وځنډول شي چې دوسیې یې د محکمې له خوا نه وي فیصله شوې.
دغه راز د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خُبیب غفران، د موضوع اړوند خبرې وکړې او ویې ویل: ” نور ټلویزیون له مکررو توصيو او اخطارونو سربېره ژورناليستيکي اصول نه مراعاتول، ملي او اسلامي ارزښتونه یې په پام کې نه نیول، قومي، ژبني او سمتي تعصب ته یې لمن وهله او
همدا رنګه د “بریا او نور ټلویزیونونو د امتیاز خاوندان چې په هېواد کې نشته او په مسلسل ډول د نظام د تخریب لپاره پوچ تبلیغات کوي؛ نو د دغو موضوعاتو پر اساس پرېکړه وشوه چې د یادو رسنیو دوسيې محکمې ته راجع شي او تر هغه وخته یې نشرات وځنډول شي”.
خُبیب زیاته کړه چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیو د ملاتړ او غښتلیا لپاره کار کوي او د رسنیو له مسئولینو څخه یې وغوښتل چې په خپلو نشراتو کې دې اسلامي ارزښتونه، ملي ګټې او د رسنیو اصول په پام کې ونیسي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته