امنیت

دکابل پوليس دهغه سړي په لټه کې دي چې پنځه ورځې مخکې يي يوه ځوانه نجلۍ دکابل ښار دجنګلک په ساحه کې ووژله او وتښتيد

-کابل باختردوري دمياشتې ١٣ :
دکابل دساحوي زون  دامنيې قوماندانۍ دجنايي جرمونو پرخلاف دمبارزي  رييس  جنرال محمدظاهر باختراژانس ته وويل پوليس دهغه ځوان هلک  دنيولو په مقصد  چي دروان  کال دوري دمياشتي په نهمه نيټه يي دوه خويندي دکابل دجنګلک په ساحه کې دچړي په ګوزارونو سره ټپيانې کړې   چې وروسته  يوه له دغو څخه  دسختو ټپونوله  امله په روغتون کې وفات شوه  پلټنې پيل کړي دي ..
څيړنې  ښيې دغه هلک له  هغه وروسته چې دغې نجلۍ  دواده لپاره دده پيشنهاد رد کړ  چړه ترلاسه کړه او هغه يي ټپې کړه .
په دې پيښه کې دمقتولې خور  چې دخپلي خور دفاع ته وردانګلي وه هم ټپي شوې ده .
دجنرال محمدظاهر له خولې په يوبل خبر کي ويل شوي دي چې پوليسو پرون دوژنې ديوې پيښې عامل چې دتيرکال دکب دمياشتي په ٢٨ نيټه دکابل ښار  ددولسمې ناحيي په يوه  جومات کې ترسره شوې وه ونيوه .
ويل شوي دي چې نيول شوى سړى غل و چې غوښتل يي ديو جومات  فرش لوټ کړي   چې د جومات دموذن له مقاومت سره مخامخ شو او هغه موذن يې وواژه .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته