کابل باختر دکب پنځلسمه :
د تيرو پنځو اوونيو په بهير کې د دوو ځانمرګو بريد کوونکو په ګډون په لسګونو تنه کورنى اوبهرني ډار اچوونکي نيول شوي دي .
د رارسيدلو خبرونو له مخې په دغو عمليات کې په لسګونو سپکې او درندې وسلې او په سلګونو کيلوګرامه چاوديدونکي توکي دپوځيانو لاس ته ورغلي دي .
دننګرهار ولايت امنيه قوماندان جنرال عبدالرحمن رحيمي باختراژانس ته وويل چې د پنځو اوونيو په بهير کې امنيتي ځواکونو دننګرهار په ځينو سيمو کې عمليات ترسره کړي دي.
هغه وويل په دغو عملياتو کې د دوو ځانمرګو بريد کوونکو په ګډون په لسګونوتنه کورني او بهرني ډار اچوونکي نيول شوي دي .
ده وويل په دغو عملياتو کې ١٤١ تنه کورنى او بهرني ډار اچوونکي وژل شوي دي او په لسګونو تنه نور يې ټپيان شوي دي
جنرال رحيمي وايي د دغو عملياتو په نتيجه کې په ننګرهار کې ډار اچوونکي سخت ځپل شوي دي او اوس په دغه ولايت کې امنيت ښه شوي دي .
ده په ګڼ ميشتو لارو او سيمو کې دوسله والو طالبانو ښخ کړى شويو ماينونو ته په اشارې سره وويل امنيتي ځواکونو د وروستيو پنځو اوونيو په بهير کې دننګرهار ولايت له ګوټ ګوټ څخه په لسګونو ماينونه کشف او شنډ کړي دي .
د ننګرهار ولايت امنيه قوماندان وايي چې دوى د ډار اچوونکو دځپلو او د دغه ولايت خلکو ته دژوندانه دښه فضا د تامينولو لپاره د ډار اچوونکو پرخلاف خپلو عملياتو ته دوام ورکوي . ختم_ ج _ اکرم