سیاست

دجمهور رييس مرستيال دملګروملتو دسازمان دعمومي اسامبلې په يو اويا يمه غونډه کې له ګډون وروسته هېواد ته راستون شو .

کابل باختر د تلي اوومه :
د جمهور رييس دويم مرستيال قانونپوه سروردانش چې دملګروملتو دسازمان دعمومي اسامبلې په يواويايمه غونډه کې دګډون لپاره  امريکا ته تللى و نن له غرمې وروسته هېواد ته راستون شو .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ :دجمهور رييس مرستيال دروان کال دوږي دمياشتې په اته ويشتمه نيټه ديوجګپوړي  دولتي هئيت په مشرۍ امريکا ته سفر وکړ او دملګروملتو دسازمان دعمومي اسامبلې په يواويايمه غونډه کې يې وينا وکړه .
دجمهور ريس مرستيال  په هغې وينا کې يې چې په دې غونډه کې واوروله له تروريزم او ډار اچونې سره دجګړې  په سيمه او افغانستان کې  دسولې اوثبات دتامينولو ، نړيوال امنيت ،   دبنسټپالنې دودې دمخنيوي ، دافغانستان دثبات له  تامينولو اوبياجوړولو سره دنړيوالې ټولنې دمرستې ، دافغانستان او دهغه د  نړيوالو  همکارانو د دوه اړخيزو ژمخنو دبهير دپرمختګ او په تيرو دووکلونوکې دملي وحدت دحکومت دبرياليتوبونو په ګډون د مهمو ملي او نړيوالو مسئلو په وړاندې دافغانستان داسلامي جمهوريت ددولت دريځ په تفصي سره اعلام کړ . 
دجمهور رييس مرستيال په هغې وينا کې چې دملګروملتو دسازمان په عمومي اسامبله کې واوروله يوې دموکراتيکې  اوپراخ بنسټې  ټولنې ته درسيدو لپاره له افغانستان سره په ملاتړ کې ددغه سازمان رول ، په بيلابيلو ټولنو کې دمثبتو بدلونونو په رامنځته کولو دهغه دژورې اغيزې   څرګند مثال وباله او اعلام يې وکړ چې دملي وحدت دحکومت  په دووکلونو کې په زياترو  برخو په تيره بيا له فساد سره دمبارزې عدلي  او قضايي اصلاحاتوا و دولتي ټاکنو او دتدارکاتو په چارو کې ، اغيزمن اقدامات ترسره شوي دي
ده دملګروملتو دسازمان په عمومي  اسامبله کې  دافغانستان جګړه يو نااعلام  شوې جګړه وبلله او له نړيوالې ټولنې او  دملګروملتو دسازمان له  غړو هېوادونوسره په همکارۍ  کې يې  دافغانستان دامنيت او ټيکاو  دتامينولو په اړتيا باندې  ټينګار  وکړ دجمهور رييس مرستيال  اعلام وکړ چې همدا اوس څه ناڅه لس سترې تروريستي ډلې په افغانستان کې  شتون لري چې ددولت جوړولو  دبهير په  وړاندې  دخنډ دپيداکولو او دسولې او ټيکاو دټينګښت دمخنيوي لپاره له بهر څخه افغانستان  ته راليږل کيږي .
ده له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې افغانستان په جګړه کې  دې له افغانستان څخه په بهر کې دتروريستانو دخوندي پټنځيو له منځه وړلو ته پاملرنه وکړي ځکه دده په خبره ټول په دې پوهيږي چې دوى په کوم ځاى کې دي او تروريستي پلانونه په کوم ځاى کې طرحه کوي
دغه  راز دملګروملتو دسازمان دعمومي اسامبلې په غونډه کې دافغانستان ددوستو هېوادونويوشمير  جګپوړو مقاماتو او دملګروملتو دسازمان عمومي منشي بانکي مونون ، داستراليا  دبهرنيو چارو وزيرې  ميرمن جولي  بيشاپ، دامريکا دبهرنيو چارو وزارت   مرستيال تام مالي نوسکي  دافغانستان او پاکستان په چارو کې دامريکا دمتحده ايالاتو ځانګړي استازي ريچارد اولسن دځينو نورو هېوادونو مقاماتو او په امريکا کې يو زيات شمير ميشتو افغان مهاجرينو هم دجمهور رييس له مرستيال سره وکتل او په دغو کتنو کې دعلاقې وړ موضوعګانو په باب خبرې وشوې .
امريکا ته په سفر کې دجمهور رييس له مرستيال سره دبهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني ، دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين  حکمت خليل کرزي دملګروملتو په سازمان کې دافغانستان دايمي استازي محمود صيقل   ، په واشنګټن کې دافغانستان اسلامي جمهوريت لوى سفير  او دجمهور رييس فوق العاده استازي حمد الله محب ،  دجمهور رييس دمرستيال ددفتر رييس  سيد انور رحمتي اويوشمير نورو جګپوړو دولتي مقاماتو ملګرتيا کوله .
قانونپوه سروردانش هېواد ته په راستنيدو او دکابل په  هوايي ډګر کې دکابينې دځينو غړو ، په ملي شورا کې دخلکو داستازو ، سياسي ، علمي او فرهنګي شخصيتونو ، ټولنيزو  مخورو او دجمهوري رياست ددويم معاونيت دمقام ددفتر غړو هرکلى ووايه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته