خبرونهامنیتTOP

د داعش ډلې يو خطرناک غړى په ننګرهار کې ونيول شو

کابل / د مرغومي ۲۳ مه / باختر
د ملي امنيت د ځانګړو ځواکونو مسوولين وايي چې ننګرهار کې یې د داعش يو خطرناک غړى چې په کابل کې د امريکا د سفير او څو جګپوړو افغان حکومتي مقاماتو د ترور لپاره چمتو کېده، نيولی دی.
د داعش د هدفمندو ترورونو د ډلې يو غړى چې غوښتل يې دغو ترورونو ته سازمان ورکړي، په ننګرهار کې د عملياتو په بهير کې ونيول شو.
پر عبدالواحد تېره شپه په ننګرهار کې د هغه په پټنځي کې بريد وشو.
د ننګرهار د ملي امنيت يوې سرچینې باختر آژانس ته وويل چې د داعش د هدفمندو ترورونو د ډلې غړى عبدالواحد په کابل کې د امريکا د سفير او د افغانستان د حکومت د څو جګپوړي مقاماتو د ترور په سازمان ورکولو بوخت و چې د ملي امنيت د 02 قطعې ځواکونو په عملياتو کې ونيول شو.
هغه د هغو جګپوړو حکومتي مقاماتو چې ټاکل شوې وه عبدالواحد د هغوى د ترور زمينه برابره کړي، نوم یاد نکړ.
د عبدالواحد د کورنۍ دوه نور غړي هم د داعش ډلې جګپوړي غړي وو چې څه موده مخکې په ننګرهار کې د هوايي ځواکونو په بريد کې ووژل شول.
په ننګرهار کې د داعش د هدفمندو ترورونو د ډلې د دغه غړي د نيولو په عملياتو کې درې نور داعشيان هم ونيول شول.
تراوسه د امريکا پر سفير او د څو افغان حکومتي مقاماتو د ناوړه قصد د پروګرام څرنګوالى روښانه نه دى.
د داعش ډلې او په کابل کې د امريکا سفارت تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
ختم- ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته