امنیت

يو تن له نشه يي توکو سره ونيول شو

کابل / دسلواغې دمياشتې ١٧نيټه :
په ننګرهار ولايت کې يو تن له نشه يي توکو سره ونيول شو .
دغه سړى نن سهار د کابل – جلال آباد په لويه لاره کې له يوې زياتې اندازې هيروئينو سره ونيول شو.
د  ننګرهار ولايت يو امنيتي خبرځاى باختر آژانس ته وويل چې له نيول شوي سړي څخه  ٢٣ کيلوګرامه هيروئين ترلاسه شوي دي.
ده وويل چې دغه سړي غوښتل له يوه ګړندي موټر څخه په استفادې سره دغه نشه يي توکي د مارکو بازار ته ولېږدوي .
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته