خبرونهاقتصادټولنهTOPروغتیا

د خوړو او درملو ملي ادراې تېر کال سلګونه ټنه بې کيفیته درمل او خوراکي توکي له منځه وړي او ۳۳ ټنه بې کیفیته درمل یې اړوندو هېوادونو ته مسترد کړي دي

کابل، د کب ۱۶مه، باختر

د خوړو او درملو ملي ادارې د راتلونکو ۵ کلونو لپاره د ستراتېژیک پلان د وروستي کولو په موخه نن د دغې ادارې د مشرتابه، د اړوندو ادارو او نړيوالو موسسو د استازو په شتون کې یو ورځنی سمینار جوړ کړ.

د یادې ادارې رئيس ډاکټر عبدالباري عمر د دغه ادارې د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې په ټول توان سره هېواد ته د بې کیفیته درملو او خوراکي توکو د واردېدو د مخنیوي هڅې کوي.

نوموړي زیاته کړه، چې سږ کال د هېواد په کچه د خوراکي توکو د کيفيت کنټرولولو ۷ معياري لابراتوارونه جوړ شوي، چې له دې جملې څخه يو يې په کندهار ولايت کې عملاً پرانيستل شوی او ۶ نور به يې ډېر ژر پرانیستل شي.

د خوړو او درملو ملي ادراې د مسوولینو په وینا چې د خوړو او درملو ملي ادارې په تېر يوه کال کې ۵ زره ۹۲۱ قلمه تاريخ تېر او بې کيفيته درمل را ټول کړي او  ۸۱۰ ټنه تاريخ تېر او کم کيفيته درمل او خوراکي توکي يې هدر کړي او همدارنګه يې په ياده موده کې ۳۳ ټنه درمل بېرته اړوندو هېوادونو ته مسترد کړي دي.

د نوموړې ادارې مسوولینو د خپل ۵ کلن ستراتېژیک پلان د تشریح کولو پر مهال وویل چې په دغه پلان کې د اداري جوړښت د پراختیا، د مارکېټ کنټرول، کورنیو تولیداتو، بشري سرچینو، عامه پوهاوي او د زېربناوو او ټيکنالوژۍ تقویې او بډاینې ته ځانګړې پاملرنه شوې ده.

دوی همدارنګه وویل، چې د دغه پلان په عملي کېدو سره به یې په کارونو کې د پام وړ پرمختګ رامنځته شي.

د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د بې کیفیته درملو او خوراکي توکو د کنټرول او مخنیوي په موخه د یادې ادارې په جوړښت کې د پام وړ بدلون رامنځته شوی او ادراي پرسونل یې له ۳۰۰ څخه کابو ۱۳۰۰ ته لوړ شوی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته