خبرونهاقتصادTOPروغتیا

د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست د کورنیو تولیداتو پر ملاتړ ټینګار وکړ

کابل، د لېندۍ ۲۳مه، باختر
د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست ډاکټر عبدالباري عمر، نن د ماشومانو د ژغورنې نړیوالې مؤسسې له رئیس ارشد ملک سره په کتنه کې، د کورنیو تولیداتو پر ملاتړ ټینګار کړی دی.
باختر آژانس ته د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې د ماشومانو د ژغورنې نړیوالې مؤسسې رئیس د هېواد په بېلابېلو برخو کې د خپلو فعالیتونو په اړه معلومات ورکړي او ویلي یې دي چې دغه مؤسسه د تعلیم او روغتیا په برخه کې ډېر فعالیت لري.
د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست هم په خپلو خبرو کې، د کورنیو تولیداتو پر ملاتړ ټینګار کړی او ویلي یې دي: ټولې مؤسسې چې په روغتیايي برخه کې فعالیت کوي او له هېواده بهر درمل واردوي؛ د درملو کورنیو تولیداتو ته د لومړیتوب ورکولو ترڅنګ؛ باید د درملو داخلي مارکېټونو وړتیا هم په پام کې ونیسي.
هغه ډاډ ورکړی؛ له هغو نړیوالو سازمانونو او مؤسسو سره د اصولو او قوانینو مطابق هر اړخیزه همکاري کوي چې کارونه یې د خوړو او درملو په ملي ادارې پورې تړاو لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته