کابل باختر د لړم دريمه :
په هلمند ولايت کې د قهر ميوند په عملياتوکې لس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دغه عمليات چې له يوې اوونۍ راپديخوا ددغه ولايت په ځينو سيموکې پيل شوي دي؛ تر اوسه پورې دوام لري .
د هلمند د والي وياند عمر ځواک باختر آژانس ته وويل: د دغو عملياتو په بهير کې د بصير، حاجي مومن او همکار په نومونو د طالبانو د ډلې د دريو تنو سرګروپانو په ګډون لس تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .
دغه عمليات به د طالبانو له شتون څخه د دغو سيمو تر بشپړ پاکولو پورې دوام وکړي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ