خبرونهاقتصادټولنه

د خوست د پاسپورټ آمریت ۲۰۶ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

کابل، د کب ۲۷مه، باختر

د خوست د پاسپورټ آمریت د پاسپورټونو د وېش له کبله ۲۰۶ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.

د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند طاهر احرار  په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې روان ۱۴۰۲ کال کې یې ټولټال ۴۰۲۳۱  پاسپورټونه ویشلي چې له امله یې د دولت خزانې ته ۲۰۶ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.

نوموړ زیاتوي، چې د متقاضیانو لپاره ځينې نورې اسانتیاوې هم رامنځته شوي، ترڅو په اسانۍ سره پاسپورټونه ترلاسه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته