خبرونهورزش

د خوست، کندهار او پکتیا لوبډلو ترمنځ د فوټبال جام اختریزې سیالۍ پیل شوې

کابل، د وري ٢٦مه، باختر
د خوست د فوټبال فدراسیون مسوولین وايي چې د لکڼو ولسوالۍ د ځوانانو له لوري د کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوټبال جام اختریزې سیالۍ پیل شوې.
د یاد ولایت د فوټبال فدراسیون مشر ريبار هڅاند د باختر آژانس خبریال ته وویل، چې د فوټبال په یاد اختریز جام سياليو کې د کندهار کلب، پکتیا اتفاق، خوست نبي او لکڼ سنګر لوبډلو ګډون کړی چې درې ورځې به دوام وکړي.
هغه زیاته کړه چې د یادو سیالیو په پیل لوبه کې چې لسګونه نندارچیانو هم ګډون درلود خوست نبي لوبډلې وتوانېده چې د کندهار کلب لوبډلې ته ٤_١ په توپیر ماتې ورکړي.
هېره دې نه وي چې د دې ډول سیالیو موخه ځوانان ورزش ته هڅول بلل شوی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته