کابل باختر د ثور دويمه :
دبغلان ولايت دښځو دچارو رياست مسوولينو په دغه ولايت کې دښځو پرخلاف دتاوتريخوالي په سلو کې ددرې څلويښتو کمښت خبرورکړ .
دبغلان ولايت دښځو دچارو رييسې خديجې يقين دباختراژانس خبريال ته وويل چې په ١٣٩٦ کال کې ددوى په اداره کې دښځو پرخلاف دتاوتريخوالي درې سوه پنځه پيښې ثبتې شوې وې . خو دغه شمير په ١٣٩٧ کال کې دوه سوه پنځه اتيا پيښو ته رسېږي . چې ځان وژنه ، وهل ډبول ، جنيسي تيرى ، طلاق او نورې پيښې پکې شاملې دي .
دې دبې وزلي ، وزرګارتيا ، ناامني ، او دټولنې دسنتي والي دشتون خبرورکړ ختم _ ج +_ اکرم