خبرونهامنیتTOP

د حضرت عبدالله ابن مسعود (رض) د جګړه ییزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه لسګونه افسران فارغ شول

کابل، د لېندۍ ۲مه، باختر

د حضرت عبدالله ابن مسعود (رض) د جګړه ییزو ګډو زده کړو له قوماندانۍ څخه ۲۳۴ تنه افسران د څلور میاشتنیو عملي او مسلکي زده کړو له بشپړولو وروسته، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې، د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

د ملي دفاع وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دغو مراسمو کې د تعلیماتو او پرسونل معاونیت مرستیال مولوي بازمحمد حمیدي فارغ شویو افسرانو ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل:«تاسو د اسلامي اردو په صف کې دنده د تنخوا لپاره نه، بلکې د الله (ج) د رضا او اسلامي امارت ته خدمت په موخه ده په پوره اخلاص او ایماندارۍ سره یې ترسره کړئ».

هغه زیاته کړه:«له زده کړو پوځي فنونو څخه د جهاد او اسلامي نظام د دفاع په برخه کې ګټه پورته کړئ؛ له قومي، سمتي او ژبني تعصب څخه ځان پاک او ټولو افغانانو ته د مینې او ورورولي غېږه خلاصه کړئ».

فارغانو هم، مسئولینو ته ډاډ ورکړی چې په هر ډول شرایطو کې د هېواد د اسلامي او ملي ارزښتونو د ساتنې په لاره کې سرښندونو ته چمتو دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته