اقتصاد

دشمال دتيلو او ګازو دسروې رياست غلا شوي چاوديدونکې توکي ترلاسه شول.

کابل – باختر دتلې دمياشتې ١٨
له مياشتو مياشتو وروسته دشمال دتيلو او ګازو دسروې رياست غلا کړى شوي چاوديدونکي توکي ترلاسه شول .
دجوزجان ولايت سيمه ييزو مسوولينو تاييد کړه چې دغه چاوديدونکي توکي پرون ناوخته ديوهيت په وړاندې سپارل  شوي دي .
څه ناڅه شپږ مياشتې مخکې پنځه صندوقه تروتيل ډوله چاوديدونکې توکې چې دافغانستان په شمال کې دتيلو او ګازو په پلټنه  کې استفاده کيده د يو تن له خوا چې دملي غورځنګ ګوند دمشر جنرال عبدالرشيد دوستم دمحافظتي ګارد په توګه ياديده  غلا کړى شوي  و.
ددغو چاوديدونکو توکو غلا په هماغه لومړي وخت کې د شمال دتيلو او ګاز دسروې د رييس او ددغې ادارې د دووتنو کارکوونکو دګوښه کيدو سبب شواو
دملي امنيت دمامورينو له خوا دافغانستان دامنيت شورا او جمهور رييس ته رپوټ  ورکړ شو.
دشمال دتيلو او ګاز د ډيپوګانو مدير بسم الله دباختر آژانس خبريال ته وويل : چې په پاى کې دافغانستان دملي امنيت د شورا په لارښونه دغه  چاوديدونکې  توکي بيرته ډيپوګانوته وسپارل شول.
دغه  تروتيل ډوله  چاوديدونکي توکې څه ناڅه  پنځوس کاله مخکې دافغانستان او د پخوانۍ شوروي اتحاد دموافقې له مخې ،  د تيلو او ګاز دپلټنې په کار کې داستفادې په خاطر افغانستان ته  ورکړ شوي  و.
تراوسه روښانه نه ده چې دومره چاوديدونکي توکې په  څه ډول له  دغو ډيپوګانو څخه  ايستل شوي و .
ويل کيږي چې د دغه غنډ اصلي عامل هم نه دى نيول شوى .
ددغو چاوديدونکو توکو غلا کول په افغانستان کې په تيره بيا په پارلمان کې غبرګونونه  درلودل.
دپارلمان استازو له دولت څخه غوښتې و چې ددغه  غنډ عاملين ونيول شي او سزا  دې ورکړاى شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته