خبرونهسیاستټولنه

د حج او اوقافو سرپرست وزیر: اسلامي امارت ټولو اسلامي او ملي حقونو ته جدي پاملرنه لري

 کابل ، د ثور ۲۰مه ، باختر

د ارشاد، حج او اوقافو سرپرست وزیر شیخ الحدیث دوکتور نور محمد ثاقب، د افغانستان لپاره د اروپا اتحادیې له ځانګړي استازي توماس نیکولسن سره په کتنه کې ویلي چې د افغانستان اسلامي امارت ټولو اسلامي او ملي حقونو ته جدي پاملرنه لري.

د حج او اوقافو له رسنیز دفتر څخه باختر آژانس ته په را رسېدلي خبر کې ویل شوي چې په دې کتنه کې د ارشاد، حج او اوقافو سر‍پرست وزیر ویلي چې د افغانستان اسلامي امارت، د اسلامي نظام تر سیوري لاندې د سراسری امنیت د تامین ترڅنګ، د افغانانو د خدمت لپاره صادقانه ګامونه پورته کړي او هڅې کوي چې په هېواد کې د ودې  او پرمختګ زمینه برابره کړي.

نور محمد ثاقب څرکنده کړې ده چې د افغانستان اسلامي امارت، د نړۍ له ټولو هېوادونو په تېره بیا له اروپا اتحادیې سره ښې او هر اړخیزې اړیکې غواړي.

هغه زیاته کړې ده چې اسلامي امارت ټولو اسلامي او ملي حقوقو ته جدي پاملرنه لري.

په همدې حال کې، د افغانستان لپاره د اروپا اتحاديې ځانګړي استازي هم، په افغانستان کې د اقتصادي وضعیت د پیاوړتیا، ښوونې او روزنې او خلکو ته د کار خوندي فرصتونو د برابرولو په برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې ده او په یادو برخو کې یې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت رول مهم بللی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په دغو وروستیو کې د افغانستان لپاره د اروپا اتحادیې ځانګړي استازي توماس نیکولسن ، د افغانستان اسلامي امارت له یو شمېر سر‍پرست وزیرانو سره لیدلي او په بېلابېلو موضوعاتو یې ورسره خبرې کړې دي.

وهاج

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته