نړۍ

په کراچي ښار کې دنااراميو په دوام لس تنه ووژل شول .

کراچي  باختر د مرغومي څلورمه
  دپاکستان په کراچي ښار کې دنويو نښتو له امله لس تنه ووژل .
دغه قصدي وژنې پرون دکراچي ښار په بيلابيلو  سيمو کې شوي دي .
  دپوليسو دڅرګندونو  له مخې، دوى يو مړى  دمليرريور  په ساحه کې  ترلاسه کړي دي چې په بدن کې يې دسختې ځورونې نښې نښانې  تر سترګو کيږي او هويت يې نه دى پيژندل شوى .
نور کسان دکراچي ښار په بيلابيلو سيموکې په ډزو سره وژل شوي دي چې يو پوليس هم پکې شامل دى .
په کراچي ښار کې  نا ارامي، بريدونه او قصدي وژنې له څو کلونو راپديخوا دوام لري چې له امله يې سلګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده اودپاکستان حکومت په دې نه د ى بريالي شوى چې په دغه ښار کې امنيت تامين کړي او دقصدي وژنو مخه ونيسي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته