خبرونهفرهنګټولنه

د جوزجان د پوهنې ریاست سره یوې موسسې د ۷۰ زره جلده کتابونو مرسته وکړه

کابل، د کب ۲۸مه، باختر

د جوزجان د پوهنې ریاست سره د « د افغانستان له بشریت سره د همکارۍ موسسې» له لوري ۷۰ زره کتابونو مرسته وشوه.

د یادې موسسې ولایتي مسوول محمد خالد ستانکزي باختر آژانس ته وویل چې دغه کتابونه له اول ټولګي څخه تر ۶ ټولګي پورې دي چې تر یوه بریده به د کتابونو د کمښت ستونزه حل کړي.

نوموړي زیاته کړه چې اوسمهال په دغه ولایت کې ۳۰۰ سیمه ییز ټولګي لري.

ورته مهال د جوزجان د پوهنې رئیس مولوي محمد طاهر جواد د یادې موسسې څخه د مننې ترڅنګ وویل چې د دغو کتابونو په وېش سره به په دغه ولایت کې د کتابونو د کمښت ستونزه تر ډېره حل شي.

په ورته وخت کې د جوزجان یو شمېر اوسېدونکي د ښوونځیو د زده کوونکو لپاره د معیاري درسي کتابونو او ټولګیو شتون یوه مهمه او اساسي اړتیا بولي او د افغانستان له اسلامي امارت څخه غواړي چې په دې برخه کې ځانګړې پاملرنه وکړي.

د يادونې وړ ده، چې له دې وړاندې دغه موسسې د جوزجان د ښوونځيو زرګونه زده کوونکو ته ژمنۍ جامې وېشلې وې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته