امنیت

دوه تنه قومي مخور په غور ولايت کې ووژل شول

چغچران – باختر د وږي دمياشتې ٣١
دوه تنه قومي مخور تېره شپه په غور ولايت کې د وسله والوکسانو له خوا ووژل شول .
دغور ولايت امنيه قوماندان دلاورشاه دلاور باختر آژانس ته وويل: دغو قومي مخورو کله چې دغور ولايت په شهرک ولسوالۍ کې د خپل کور په لور روان و؛ د لارې په اوږدوکې د ناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خوا پرې ډزې وشوې.
د دلاورشاه دڅرګندونو له مخې: يرغلګر په موټر سايکل سپاره وو او په قومي مخورو له ډزو وروسته له سيمې څخه وتښتيدل .
ده زياته کړه: تراوسه پورې انګيزه نه ده څرګنده شوې او د پوليسو مامورينو ددغو وژنو په دې باب څيړنې پيل کړې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته