خبرونهښوونه او روزنه

د جوزجان د افغان ترک زده کوونکو د اولمپیاد په علمي سیالیو کې لومړی مقام وګاټه

 کابل، د غبرګولي ۲۲ مه ، باختر

د جوزجان د افغان ترک د هلکانو ښوونځي د زده کوونکو د تایلند اولمپياد په علمي سیالیو کې د ۱۷ مډالونو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام وګاټه.

د جوزجان د پوهنې رییس محمد طاهر جواد باختر آژانس ته وویل، دغه سیالۍ د نړۍ د ۴۳ هېوادونو د زرګونو زده کوونکو ترمنځ په آنلاین ډول ترسره شوې وې چې د جوزجان د افغان ترک د هلکانو د ښوونځي زده کوونکو د ۱۷ مډالونو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام وګاټه.

د جوزجان د پوهنې رییس د څرګندونو له مخې، په دې سیالیو کې د جوزجان د افغان ترک د هلکانو ښوونځي زده کوونکي د سرو زرو دوه مډالونه، د سپینوزرو یو مډال او د برونزو ۱۴ مډالونه ترلاسه کړل.

هغه زیاته کړه چې دغه علمي سیالۍ د زده کوونکو د هڅونې تر څنګ افغانستان ته هم ستر ویاړ ور په برخه کړ.

د جوزجان د هلکانو ښوونځي زده کوونکی احمد مبین چې د سرو زرو مډال یې ګتلی دی وايي چې ما او زما یو شمېرټولګيوالو په دغه سیالیو کې چې په آنلاین ډول په تایلند کې تر سره شوې وې ګډون وکړ، چې افغانستان ته مو ویاړ ترلاسه کړ او د نړۍ خلکو ته دغه پیغام ورسوو چې په افغانستان کې هم زیات استعدادونه شته.

په همدې حال کې د جوزجان د افغان ترک ښوونځي سرپرست عبدالمنان خلیل وايي، چې د دغه ښوونځي زده کوونکو وکولای شول چې د سرو زرو، سپینوزرو او د برونزو مډالونه د افغانستان په نامه ترلاسه کړي او خپل استعدادونه یې نندارې ته وړاندې کړل.

د خلیل د څرګندونو له مخې، د افغان ترک د ښوونځيو زده کوونکي په نورو برخو کې هم تیاری لري چې په عملي کېدو سره به افغانستان ته ویاړ ور وبښي.

د یادونې وړده چې پخوا هم د جوزجان د یو خصوصي ښوونځي زده کوونکو په ۲۰۲۱ کال کې د تایلند د اولمپیاد له علمي سیالیو څخه ۱۱ مډالونه ترلاسه کړي وو.

ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته