خبرونهاقتصادTOPټولنه

د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پرمخ پرانیستل شوه

کابل، د سلواغې ۳ مه، باختر
د تورخم کمیسارۍ مسوولین وايي، چې د تورخم دروازه نن سهار د هرډول تګ راتګ پرمخ پرانیستل شوه.
د تورخم کمیسار ملا عبدالجبار حکمت د باخترآژانس سیمه ییزخبریال ته ویلي، چې یاده لاره یوولس ورځې وړاندې له پاکستاني لوري د لویو موټرو پرمخ تړلې شوې وه چې نن سهار د هرډول تګ راتګ پرمخ پرانیستل شوه.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني لوري له افغان موټرچلوونکو او کلینرانو څخه د ویزې غوښتنه کوله، چې وروسته افغان لوري هم په ورته اقدام لاس پورې کړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته