نړۍ

ترکيه چمتو ده چې دسوريې دبحران دحل لپاره دنړيوال کنفرانس کوربه شي .

انقره  باختر د سلواغي شلمه

 دترکيې دبهرنيو چارو وزير  داود اوغلو څرګنده کړه  چې هيواد يې چمتو دى  د سوريې دبحران  دحل لپاره  دنړيوال کنفرانس  کوربه شي .   دترکيې دبهرنيو چارو وزير  داود اوغلو پرون  د ترکيې په پايتخت انقره ښار کې د رويترز  له اژانس سره په خبرو کې وويل :  که چيري  دملګرو ملتو دسازمان  دامنيت شورا  ونه کړاي شول  په دې برخه کې اقدام وکړي  په هغه صورت کې اړوند هيوادونه  بايد نوري لارې چارې ولټوي  ،دسوريې خلک چې دبشارالاسد دحکومت  دامنيتي ځواکونو  تر فشار لاندې دي ملاتړ وکړي .

  ده زياته کړه : که چيري دملګروملتو دامنيت شورا  ونه کړي شي  دسوريې دخلکو  د ژوند له حقوقو څخه ددفاع لپاره  خپل ماموريت  ترسره کړي  په هغه صورت کې  بايد په دې برخه کې دخبرو لپاره  نوري لارې چارې ولټولي شي .  ،  مونه  شو کولي  پټه  خوله  کتوونکي واوسو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته