خبرونهسیاستTOPټولنه

د ترکيې د بهرنیو چارو وزیر په کابل کې د ویزو د ورکړې بهیر د پیل خبر ورکړ

کابل / د سلواغې ۲۱مه / باختر

‏د ترکيې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو د هېواد د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست مولوي امیر خان متقي سره په ټلیفوني خبرو کې، په کابل کې د ویزو د ورکړې بهیر د پیل خبر ورکړ.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دغو ټلیفوني خبرو کې، لومړۍ د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د ترکیې د جمهوررییس رجب طیب اردوغان او د هغه مېرمنې چې په کرونا اخته شوي دي، د روغتیا پوښتنه وکړه، د اسلامي امارت د مشرتابه د خواخوږۍ ‏پیغام یې ورسره شریک کړ او د روغتیا دعا یې ورته وکړه.

دغه راز مولوي امیرخان متقي د ترکیې له لوري د نېکۍ په اورګادي کې د ٧۵٠ ټنه خوراکي او ژمني توکو چې په دغو وروستیو کې تورغونډۍ بندر ته راورسېدل، مننه وکړه.

په همدې حال کې د ترکيې د بهرنیو چارو وزیر ډاډ ورکړ چې له ۵٠٠ تر ٧٠٠ ټنه پورې نورې مرستې به هم د ‏روانې میاشتې په پای کې افغانستان ته راورسېږي، او د ترکیې سرې میاشتې او نورو خیریه موسسو له خوا د مرستو لړۍ به دوام وکړي.

مولود چاووش اوغلو همدارنګه په کابل کې د ویزو د ورکړې بهیر د پیل خبر ورکړ او ژمنه یې وکړه چې په مارچ میاشت کې به په مزار شریف کې هم د ترکیې ‏ قونسلي خدمتونه پیل شي.

د ترکيې د بهرنیو چارو وزیر د خبرو په پای کې د نوي افغان حکومت د مثبتو اقداماتو هر کلی وکړ او د پوهنتونونو پر بیا پيل یې خوښي څرګنده کړه.

وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته