خبرونهسیاست

د تخار نوي والي دنده پیل کړه

کابل / د کب ۲۵ مه / باختر

قاري محمد اسماعیل راسخ د مولوي نورالدین عمیر پرځای د تخار د نوي والي په توګه معرفي شو.

د باخترآژانس خبریال د خبر له مخې، د کورنیوچارو وزارت معین مولانا نورجلال جلالي د تخار د نوي والي معرفي کولو په غونډه کې د پخواني والي کارونه وستایل او ویې ویل چې د اسلامي امارت مجاهدین هیڅکله له ادلون او بدلون  څخه نه ناهیله  کېږي ځکه د خپل امیر له فرمان څخه اطاعت کوي.

نوموړي د تخار نوی والي یو پوه، متقي او تجربه لرونکی شخص وباله او د تخار له ټولو مجاهدینو او خلکو یې  وغوښتل چې د حکومتوالۍ او د شرایطو د ښه والي په برخه کې دې له والي سره همکاري وکړي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته