سیاست

دکونړ ولایتي شورا : دډیورنډ په کرښه هیڅ ډول موانع نه منو

کابل باخترلړم د مياشتې ٩ نيټه  :
دکونړد ولایتي شورا رئیس حاجي محمد ساپي رسنیو ته وویل له څه مودې راپه دې خوا پاکستاني ځواکونه لګیا دي او د ډیورنډ په فرضي کرښه اغزن سيمان او نورې موانع جوړوي چې دپولې دواړو خواوته پراته ورونه قومونه سره جلا کړې
هغه وايي :
نه یواځې دکونړ بلکي دافغانستان څومره فرضي کرښه چې ده په ټولو کې له تیرو څو میاشتو څخه ګاونډی هیواد پاکستان لګیا دی او پرې اغزن سيمان غځوي
ښاغلی ساپی وايی دپاکستان له لاسوهنو ،کونډه تارونو او دکونړ په خاوره کې دهغوي له پرمختګ په اړه ولایتي اداره او مرکزي حکومت  څو وارې خبر کړی خو تراوسه ددوي انديښنو ته چا کوم مثبت ځواب ندی ورکړی
«دغه سندونه موږ په لاس لرو چې تاسو ته يي ښیم دا ټول موږ څوځلې سيمه ييزې ادارې اوو مرکزي حکومت ښودلې او ورته مو وییلي چې پاکستان په دغو ځایونو کې د ډیورنډ په فرضي کرښه اغزن سيمان او موانع جوړوي .»
دولایتي شورا منشي او دناړۍ ولسوالۍ اوسیدونکی حاجي شیرزمین وايي چې ددوي  دناړۍ ولسوالۍ ارندو سیمو ته پاکستان دتورخم په څیر ددروازې جوړولو دپاره ټول شیان راوړې او همداراز يي دباټاش غرنۍ سیمې ته اغزن سیمان هم راوړي دي
«ناړۍ ولسوالۍ ارندو تحصیل چې هلته زموږ سرحدي نقطه ده .هلته يي ددراوزې جوړولو دپاره ټول شیان راوړې ،اغزن سيمان او دروازه راوړې او غواړې چې دتورخم په څیر دروازه جوړه کړې .دناړۍ ولسوالۍ دباټاش سیمې ته ددیر څخه کونډه تارونه دخلکو په وسیله را خیزولې او هلته بیا دولسونو دبیلوالې دپاره لارې بنده وي ،دوي غواړې سره دغه فرضي کرښه په موږ ومني .»
دڅوکۍ ولسوالۍ اوسیدونکی او دولایتي شورا غړی حاجي دین محمد وايي دخاص کونړ ،سرکاڼو او مرورې ولسوالیو کې پاکستان دکونړ ډیره خاوره لاندې کړې ده
«دري نیم کیلو متره دمرورې په خاوره کې را ننوتی دی .له څلورو نه تر پنځو کیلومتره پورې دسرکاڼو په خاوره کې مخکې راغلی دی .او داتلس کیلو متره دخاص کونړ په خاوره کې راننوتی دی او پدغو ټولو ځایونو کې يي تاسیسات جوړ کړې دي .پخوا دغه کرښه په باجوړو او مومندو ایجنسیو کې وه .چې اوس هم هغو ځایونو کې سیمټې نښې موجودې دي .خواوس ډیر وړاندې راغلي دي . »
دکونړ ولایتي شورا وايي : که مرکزي حکومت اونړیواله ټولنه دپاکستان لخوا داغزنو سيمانو غځولو او دکونړ دخاورې لاندې کولو څخه منع نکړی شي نو ولسونه به خپله لاس پکار شي او دپاکستانیو ځواکونو خلاف  به ټوپکونه راواخلي
«دپولې دواړو خواوته ورونه ولسونه پراته دي .موږ نه غواړو چې له خپلو ورونو جلا شو ،که حکومت او نړیواله ټولنه دغه ستونزه هواره نکړي او پاکستان دکونډه تارونو او موانعو جوړولو منع نکړي نو ولسونه به راپاڅي او دپخوا په څیر به دخپلو حدودو ساتنې ته ملا وتړي بیا چې په دغو ځایونو کې هرڅه کیږي مسوليت به یي په دواړو حکومتونو او نړیواله ټولنه وې .»
که دکونړ سيمه ييز چارواکي دپاکستانیو ځواکونو لخوا دنوو پرمختګونو او د ډیورنډ په فرضي کرښه داغزنو کتارو لګولو په اړه کوم نظر نه څرګندوي خو پخوايي  تل وییلي چې له یادو  ستونزو يی مرکزي حکومت خبر کړی او دا کار دبهرنیو چارو وزارتونو پورې اړه لرې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته