خبرونهروغتیا

د تخار تخصصي روغتون له ۱۵۰ بسترونو څخه ۲۰۰ بسترونو ته ارتقا وکړه

کابل، د مرغومې ۳مه، باختر

د تخار د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي چې د دغه ولایت تخصصي روغتون له ۱۵۰ بسترونو څخه ۲۰۰ بسترونو ته ارتقا وکړه.

د یاد روغتون آمر ډاکتر حیات الله باختر آژانس ته وویل چې په دغه روغتون کې د ۵۰ بسترونو په ارتقا سره به روغتیايي خدمتونه زیات او د یاد ولایت د اوسېدونکو روغتیايي ستونزې به پر وخت حل شي.

هغه وویل چې د یاد شمېر بسترونو په زیاتېدو سره به په دغه روغتون کې د بسترونو د کمښت ستونزه هم حل شي.

د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت په راتګ سره د نورو برخو په څېر روغتیا برخې ته هم پاملرنه زیاته شوې او تر دې دمه په هېواد لسګونه روغتیايي مرکزونه جوړ شوي او دا لړۍ دوام لري.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته